د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د مزایدې خبرتیا!
1405/4/31 00:00
Mumtaz خبرونه

د مزایدې خبرتیا!

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مرکزي سیلو امارتي شرکت په پام کې لري، ترڅو د دویمې ژرندې د لومړي پوړ دوه خونې خپل ملکیت، چې (۶۲) مربع متره مساحت لري، د (۳) کلونو مودې لپاره د (۱۶٬۰۰۰ شپاړس زره) افغانیو میاشتني کرایې په بدل کې، عبدالاحمد د عبدالوکیل زوی ته چې د کابل ښاروالۍ د (D2 – 217396) صنفي جواز لرونکی دی، په اجاره ورکړي.

ټول هغه اشخاص، امارتي ادارې، مؤسسې او خصوصي سکټورونه چې غواړي یاد ملکیت له ټاکل شوې بیې څخه په لوړه بیه په کرایه ونیسي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۱ کاري ورځو پورې د مرکزي سیلو امارتي شرکت د تدارکاتو او برابرولو مدیریت ته وسپاري.

غوښتونکي دې شرطپاڼه ترلاسه کړي او خپله دې د ۱۴۰۵/۰۵/۱۳نېټې د سه شنبې ورځ د داوطلبۍ په غونډه کې حاضر اوسي.

یادونه: تضمین (۵۰۰۰۰، پنځوس زره) افغانۍ په نغدي توګه اخیستل کېږي.

پته: د مرکزي سیلوامارتي شرکت، درېیمه ناحیه ـ کابل