د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د امارتي شرکتونو لوی رئیس د سرپل ولایت له والي سره ولیدل
1405/4/31 00:00
Mumtaz خبرونه

د امارتي شرکتونو لوی رئیس د سرپل ولایت له والي سره ولیدل

د امارتي شرکتونو لوی رئیس، مولوي احمدجان بلال په خپل کاري دفتر کې د سرپل ولایت له والي، ملا احمدشاه دین ‌دوست سره د همکاریو د پراختیا په موخه لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي پراختیا په برخه کې د امارتي شرکتونو د رول، په بنسټیزو پروژو کې د پانګونې، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او په سرپل ولایت کې د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا په اړه د نظرونو تبادله وکړه.

ملا احمدشاه دین ‌دوست د سرپل ولایت اقتصادي ظرفیتونو او طبیعي سرچینو ته په اشارې په بېلابېلو برخو کې د امارتي شرکتونو د پانګونې پر جلبولو، په ځانګړې توګه د بنسټیزو، تولیدي او خدماتي پروژو په پلي کولو ټینګار وکړ او د هغو پروژو د عملي کېدو لپاره یې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه چې د دغه ولایت د اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند د وضعیت په ښه والي کې اغېزناک رول ولري.

ورپسې د امارتي شرکتونو لوی رئیس، مولوي احمدجان بلال د سرپل ولایت له سیمه ‌ییزو مسؤولینو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه چې په دغه ولایت کې به د پانګونې فرصتونه او د پلي کېدو وړ پروژې په هر اړخیز ډول وارزول شي، ترڅو د لا زیاتې پراختیا او پرمختګ زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده چې دا مهال په سرپل ولایت کې ګڼ امارتي شرکتونه د ډبرو سکرو د استخراج، د خوراکي توکو برابرولو، د بنسټیزو پروژو پلي کولو او نورو بېلابېلو برخو کې د چوپړتیاوو په وړاندې کولو بوخت دي.