د امارتي شرکتونو لوي ریاست
خبرتیا!
1405/4/31 00:00
Mumtaz خبرونه

خبرتیا!

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان نفت او ګاز شرکت خبر ورکوي، چې د هرات ولایت ښاریانو ملاتړ، په مناسبه بیه د اوبلن ګاز برابرولو، په بازار کې د عرضې زیاتوالي او خلکو ته د لا ډېرو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د دولتي اوبلن ګاز د پلور مرکزونه یې له ۵ څخه ۹ ته لوړ کړي دي.
د یاد اقدام له مخې د اوبلن ګاز بیه هم راټیټه شوې، چې اوسمهال یو کیلوګرام اوبلن ګاز په هرات کې د ټاکل شویو دولتي مرکزونو له لارې د خلکو لپاره په ۵۵ افغانۍ عرضه کېږي؛ په داسې حال کې چې مخکې د یو کیلوګرام بیه ۶۰ افغانۍ وه.
د هرات درانه اوسېدونکي کولای شي خپل د اړتیا وړ اوبلن ګاز له دولتي پلور مرکزونو( کمرکلاغ (نعمت حکمت شرکت)، اول نمبر، خواجه‌کله، دروازه عراق، فرقه، دروازه کندهار، تانک مرکز، سپین‌ادې او دروازه خشک) څخه ترلاسه کړي.
د افغانستان نفت او ګاز شرکت ټینګار کوي، چې د مناسبې بيې له مخې د اوبلن ګاز د عرضې بهیر به دوام ولري او د اړتیا په صورت کې به د هرات ښار نورو سیمو ته هم د پلور مرکزونو لړۍ وغځول شي.