د امارتي شرکتونو لوي ریاست
خبرتیا!
1405/4/31 00:00
Mumtaz خبرونه

خبرتیا!

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان نفت او ګاز شرکت وایي، د اوبلن ګاز د رسمي وارداتي شمېرو له مخې، په تېرو شپږو ورځو کې هېواد ته د اسلام‌کلا، حیرتان، تورغونډۍ، میل ۷۸، آقینې او نیمروز بندرونو له لارې په ټولیز ډول ۲۶ زره او ۴۹۲ ټنه اوبلن ګاز وارد او بازار ته عرضه شوی، چې د همدې مودې د اټکل شوې اړتیا په پرتله شاوخوا ۴ زره او ۵۴۴ ټنه زیات دی.

د اټکل له مخې د هېواد ورځنۍ اړتیا شاوخوا ۳ زره او ۶۵۸ ټنه اوبلن ګاز ده، چې د شپږو ورځو ټولیزه اړتیا نږدې ۲۱ زره او ۹۴۸ ټنه اټکل شوې ده. د وارداتو او اټکل شوې اړتیا پرتله ښيي، چې د بازار اړتیا په بشپړه توګه پوره شوې او د عرضې له پلوه د اوبلن ګاز د کمښت کومه نښه نه لیدل کېږي.

د اوبلن ګاز ډېره برخه د اسلام‌کلا، حیرتان او تورغونډۍ بندرونو له لارې وارده شوې ده؛ د یادو بندرونو دوامداره فعالیت د کورني بازار د اړتیاوو په پوره کولو، د عرضې د ثبات او په بازار کې یې د احتمالي کمښت د مخنیوي لپاره مهم رول لوبولی دی.

د افغانستان نفت او ګاز شرکت، له اړوندو ادارو سره په همغږۍ، د اوبلن ګاز د وارداتو، زېرمو او د بازار وضعیت په دوامداره توګه څاري او د اړتیا په صورت کې به د بازار د ثبات او د هېوادوالو د اړتیاوو پوره کولو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.