د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د بغلان بورې امارتي شرکت کې ۳ پایې نوي دودکش موټورونه پرانېستل شول
1405/4/31 00:00
Mumtaz خبرونه

د بغلان بورې امارتي شرکت کې ۳ پایې نوي دودکش موټورونه پرانېستل شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د بغلان بورې امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ملا باران قدرت په شتون کې د بخار خونې په برخه کې ۳ پایې نوي تخنیکي موټورونه پرانېستل شول.

په دې مهمه تخنیکي پروژه کې د دودکش موټور، د زېرې جالۍ موټور او د دوري داش موټور شامل دي، چې د فابریکې د تخنیکي چارو د ښه والي، د ماشینونو د غوره فعالیت او د برېښنا د لګښت کمولو په موخه د (۹۱۰۰۰۰) افغانیو په لګښت سره جوړ او فعال شول.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د یادو درېیو موټورونو د برېښنا لګښت ۱۰۶ کیلوواټه و، چې د نویو موټورونو له نصب سره به دغه مصرف ۵۰،۵ کیلوواټو ته راکم شي.