د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتی شرکت په جدول کې ذکر شوې هټۍ، غرفې او نانوایي د درې کلونو لپاره په کرایه ورکوي.
هغه شرکتونه او اشخاص چې د هټیو، نانوایي او غرفو د کرایې نیولو لېوالتیا لري، کولای شي خپلې غوښتنې د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت ته وسپاري.
غوښتونکي کولای شي شرطپاڼه د تدارکاتو له عمومي مدیریت څخه ترلاسه کړي، خپل آفرونه دې په تړلي ډول وړاندې کړي او پخپله دې د ۱۴۰۵/۰۵/۱۱ نېټې، یکشنبې ورځې د سهار پر ۹:۳۰ بجو د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت د غونډو تالار ته د آفر پرانېستنې په غونډه کې د ګډون لپاره حاضر شي.
یادونه: غوښتونکي دې شرطپاڼه په دقت سره مطالعه کړي؛ د درې میاشتو کرایه د نغدي تضمین په توګه اخیستل کېږي.
پته: د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت، ۲۳م بلاک، لومړي مکروریان ـ کابل