د آريانا افغان هوايي شرکت رئیس د وچې مېوې د صادراتي اتحاديې له استازو او سوداګرو سره ولیدل
د امارتي شرکتونو لوی رياست د آريانا افغان هوايي شرکت رئیس، ملا بخت الرحمن شرافت د افغانستان د وچې مېوې د صادراتي اتحاديې له استازو او یو شمېر ملي سوداګرو سره په کتنه کې، د هېواد د صادراتو پراختیا، د هوايي بار وړونکو خدماتو د ښه والي او د سوداګرو د ستونزو حل په تړاو هر اړخیزې خبرې وکړې.
په دې ناسته کې سوداګرو د خپلو صادراتي فعالیتونو اړوند خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او د آريانا افغان هوايي شرکت له رئیس څخه یې د صادراتي توکو، په ځانګړې توګه په اسانه او ارزانه ډول نړيوالو بازارونو ته د افغانستان د وچې مېوې د انتقال لپاره د آريانا د اغېزمنو او منظمو هوايي کارګو خدمتونو په تړاو مننه وکړه.
د آريانا افغان هوايي شرکت رئیس د سوداګرو نظرونه او وړاندیزونه مهم وبلل او ډاډ یې ورکړ، چې شرکت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د صادراتو د ودې، د سوداګرو د اسانتیاوو او د هوايي کارګو خدمتونو د لا پیاوړتیا لپاره لازمې همغږۍ او عملي ګامونه پورته کړي.
ښاغلي شرافت ټینګار وکړ، چې آريانا افغان هوايي شرکت د هېواد د هوايي لېږد-رالېږد د بنسټیز شرکت په توګه ژمن دی، ترڅو د کورنیو تولیداتو او صادراتو د پراختیا په برخه کې خپل فعال رول ولوبوي او د افغانستان اقتصادي ودې او سوداګریزې پراختیا ته لا ډېره زمینه برابره کړي.