د امارتي شرکتونو لوي ریاست
مهترلام ښاروالۍ کې د خوندي اسنادو د امنیتي ځانګړتیاوو د پېژندنې غونډه وشوه
1405/5/1 00:00
Mumtaz خبرونه

مهترلام ښاروالۍ کې د خوندي اسنادو د امنیتي ځانګړتیاوو د پېژندنې غونډه وشوه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د خوندي اسنادو د چاپ امارتي شرکت مسؤولینو او مل تخنیکي پلاوي د لغمان ولایت د مهترلام ښاروالۍ له عوایدو، جوازونو او صفایي مسؤولینو سره د خوندي اسنادو د امنیتي ځانګړتیاوو پېژندلو او د جعل او تزویر مخنیوي په موخه تخنیکي غونډه ترسره کړه.

په غونډه کې د خوندي اسنادو امنیتي ځانګړتیاوې، نړیوال چاپي معیارونه، د امنیتي نښو د پېژندلو لارې، د خوندي او عادي اسنادو ترمنځ توپیر، د اصالت د ارزونې څرنګوالی او په امارتي ادارو کې د خوندي اسنادو ارزښت او اړتیا په هر اړخیز ډول تشریح شول.

ورپسې د شرکت تخنیکي پلاوي د عملي څرګندونو ترڅنګ د خوندي اسنادو بېلابېلې بېلګې نندارې ته وړاندې کړې او د ځانګړو تخنیکي وسایلو په مرسته یې ګډونوالو ته وښودله چې د اسنادو امنیتي نښې څنګه پېژندل کېږي، اصالت یې څنګه ارزول کېږي او د جعل شویو اسنادو د تشخیص لپاره کومې معیاري لارې کارول کېږي. 

دا ملي بهیر، چې د اسلامي امارت د ریاست الوزراء محترم مقام د حکم له مخې په ټول هېواد کې په لاره اچول شوی، موخه یې د امارتي اسنادو د اعتبار خوندي کول، د جعل او تزویر مخنیوی، اداري روڼتیا پیاوړې کول او د امارتي خدمتونو پر وړاندې د خلکو باور لوړول دي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د خوندي اسنادو د چاپ امارتي شرکت د هېواد په کچه د خوندي چاپ نړیوالو معیارونو پلي کولو، د امارتي اسنادو د امنیتي کچې لوړولو او د جعل او تزویر مخنیوي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي، ترڅو امارتي ادارو ته باوري، معیاري او خوندي چاپي خدمتونه وړاندې او د اسنادو د اعتبار په خوندي کولو کې اغېزناک رول ولوبوي.