د افغان کارټ امارتي شرکت لنډه پېژندنه!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان کارټ امارتي شرکت د افغانستان له مخکښو دولتي سوداګریزو شرکتونو څخه دی، چي د څلورو لسیزو څخه ډېره تجربه لري؛ دغه شرکت د صادراتو، وارداتو او سوداګریزو توکو د پلور په برخه کي د هېواد د اړتیاوو د پوره کولو لپاره فعالیت کوي او د نړیوالو سوداګریزو معیارونو، عصري ټکنالوژۍ او اغېزمنو مدیریتي سیستمونو په کارولو سره خپلو سوداګریزو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
افغان کارټ امارتي شرکت د اسلامي امارت د اقتصادي پالیسۍ په چوکاټ کې هڅه کوي، چې د کورني تولید د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
لیدلوری
د هېواد په کچه د مجازو سوداګریزو توکو د صادراتو، وارداتو او سوداګریزو خدمتونو په برخه کې د یوه مخکښ، باوري او معیاري امارتي شرکت په توګه مطرح کېدل.
د فعالیت ساحه او خدمات
افغان کارټ امارتي شرکت د کورنیو او نړیوالو بازارونو د اړتیاوو له مخې په لاندې برخو کې فعالیت کوي:
واردات
• برېښنايي او ټکنالوژیکي وسایل
• صنعتي او تولیدي ماشینري
• قرطاسیه او دفتري تجهیزات
• موټرسایکلونه
• موټر او نور بېلابېل نقلیه وسایط
• تنظیفاتي توکي
• ارتزاقي توکي (غنم، وریجې، چای، بوره، غوړي او نخود)
• تازه مېوه
• درمل او روغتیايي تجهیزات
• د صنعتکارانو لپاره خام مواد
• او نور مجاز سوداګریز توکي
صادرات
• افغاني کرنیز محصولات
• کورني تولیدات
• معدني محصولات
• پنبه
• تازه مېوه
• وچه مېوه
• لاسي صنایع
• قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې
•او نور صادراتي توکي
لاسته راوړنې
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، افغان کارټ امارتي شرکت وکولای شول چې د خپل فعالیت په تاریخ کې د پام وړ پرمختګونه ترلاسه کړي، چې مهم یې په لاندې ډول دي:
• د لومړي ځل لپاره د شرکت په خپل نوم د ځانګړو او اعلی کیفیت لرونکو سېله وریجو واردول.
• د خصوصي سکټور په مشارکت د سپین کاغذ د تولید پروژه پیلول، چې په کيې د A4 (80 ګرامه)، A3 (80 ګرامه)، آفسیټ (80 ګرامه) او آفسیټ (70 ګرامه) کاغذ شامل دی.
• د هېواد د اړتیاوو په پام کې نیولو سره د برېښنايي تجهیزاتو او بېلابېلو سوداګریزو توکو واردول.
• له بېلابېلو امارتي ادارو سره د شاوخوا (۵) میلیارده افغانیو په ارزښت د قراردادونو لاسلیک، چې یو شمېر یې بشپړ سوي او د پاتې قراردادونو تطبیق روان دی.
• د کورني تولید، سوداګرۍ او اقتصادي ودې په برخه کې فعاله ونډه اخیستل.
زموږ مشتریان
افغان کارټ امارتي شرکت خپل خدمات د لاندې مراجعینو لپاره وړاندې کوي:
• امارتي ادارې
• امارتي شرکتونه
• خصوصي سکټور
• کورني او بهرني سوداګریز شریکان
پته: افغان کارټ امارتي شرکت، د کابل ګمرک څنګ ته، د خواجه رواش سړک، نهمه ناحيه – كابل