د امارتي شرکتونو لوي ریاست
خبرتیا!
1405/5/1 00:00
Mumtaz خبرونه

خبرتیا!

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت ټولو درنو هېوادوالو، کرنیزو شرکتونو، بڼ لرونکو، اجاره لرونکو او د لوی نهر د اوبو ټولو مستفیدینو ته خبر ورکوي چې د باراني څپو، احتمالي سېلابونو او د اوبو د زیاتوالي له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو د مخنیوي په موخه، د لوی نهر د اوبو کچه به په لنډمهاله توګه راکمه شي.

د دې پرېکړې موخه د شرکت اړوند فارمونو، کرنیزو شرکتونو، بڼونو، ولاړو فصلونو، کرنیزو ځمکو او د سیمې د اوسېدونکو د شتمنیو ساتنه او د احتمالي سېلابونو د زیانونو مخنیوی دی.

له همدې امله، له ټولو درنو هېوادوالو، کرنیزو شرکتونو، باغ لرونکو او اجاره لرونکو څخه په درنښت غوښتنه کېږي، چې د دې خبرتیا په پام کې نیولو سره لازم لومړني تدابیر ونیسي، اړوندو مسؤولینو سره همکاري وکړي او د اوبو د کمښت له امله خپل کرنیز فعالیتونه په مناسب ډول تنظیم کړي.