د برېښنايي سکټور په برخه کې د ۵ سترو پروژو تړون لاسلیک شو
د برېښنايي سکټور په برخه کې د ۵ سترو پروژو تړون لاسلیک شو
نېټه: چهارشنبه / ۱۶ / شعبان المعظم/ ۱۴۴۷ هـ ق
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان برېښنا شرکت اجرائيوي رئيس، الحاج ملا عبدالحق همکار د برېښنا سکټور کې د بنسټونو پياوړتيا په موخه، د شاوخوا ۷۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د ۵ سترو پراختيايي پروژو د عملي کېدو تړونونه له کورنيو خصوصي شرکتونو سره لاسليک کړل.
په دغو پروژو کې د څلورو سترو سبسټېشنونو جوړول او همداراز د کابل ښار ۶م فيډر د اضافه بارۍ ستونزې حل او اړونده تخنيکي اړتياوو پوره کول شامل دي.
د لاسلیک شویو پروژو له ډلې، د پروان ولايت باريکاب صنعتي پارک لپاره د ۳۶۹.۲ ميليونه افغانيو په ارزښت د سبسټېشن جوړول، د ۲۰۶.۸ ميليونه افغانيو په لګښت په غزني او زابل ولايتونو کې د قره باغ، مقر او شاجوی درېيو سبسټېشنونو جوړول او همداراز په پلازمېنه کابل کې د ۱۳۷.۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د ۶م فيډر اضافه بارۍ او اړونده تخنيکي اړتياوو پوره کولو پروژې شاملې دي.
د تړونونو لاسليک غونډه کې، د افغانستان برېښنا شرکت اجرائيوي رئيس، قراردادي شرکتونو ته سپارښتنه وکړه چې د تړون له ژمنو سره سم، ټولې چارې په لوړ کيفيت او ټاکلي وخت سره بشپړې کړي؛ هممهاله، پانګوالو شرکتونو هم ډاډ څرګند کړ چې د اړوندو پروژو چارې به له ټاکل شويو معيارونو سره سمې بشپړې کړي.