د امارتي شرکتونو لوي ریاست
په تېرو ۴ میاشتو کې سلګونو بهرنیو سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه لیدنه کړې
1405/5/1 00:00
Mumtaz خبرونه

په تېرو ۴ میاشتو کې سلګونو بهرنیو سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه لیدنه کړې

د ام.ارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان تور ام.ارتي شرکت د ۱۴۰۵ لمریز کال د لومړیو څلورو میاشتو په جریان کې د بېلابېلو هېوادونو ۱۵۴۰ تنه بهرني سیلانیان د افغانستان بېلابېلو ولایتونو او سیاحتي سیمو ته معرفي کړي دي، ترڅو د هېواد له تاریخي، فرهنګي او طبیعي ښکلاوو څخه لیدنه وکړي.

افغان تور ام.ارتي شرکت هڅه کوي چې د سیاحت د ودې او د افغانستان د سیاحتي ظرفیتونو د معرفي کولو په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي او بهرنیو سیلانیانو ته د سفر پر مهال غوره، خوندي او معیاري سیاحتي خدمتونه وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغان تور ام.ارتي شرکت په هېواد کې، کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته د ګرځندوی او سیاحت په برخه کې چوپړتیاوې وړاندې کوي.