د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د غزني ولایت د ارزاقو لوی مدیریت په پام کې لري، چې خپل اړوند جایداد، چې د مقر ولسوالۍ په بازار کې د ۴۹۲۱ مترمربع ځمکې پر سر موقعیت لري او ۳۳.۵ بابه هټۍ او یو باب ګدام پکې شامل دي، د آزادې داوطلبۍ له لارې په کرایه ورکړي.
ټول ثبت شوي شرکتونو او هغه اشخاص چې د داوطلبۍ پر شرایطو برابر او یاد جایداد ته اړتیا ولري، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲۱ کاري ورځو پور ې د غزني ولایت د ارزاقو لوی مدیریت ته وسپاري؛ همدارنګه غوښتونکي دې په ټاکلې ورځ د داوطلبۍ غونډې ته حاضر شي.
یادونه: غوښتونکي د داوطلبۍ شرطپاڼه کتلای شي او تضمین په نغدي توګه اخیستل کېږي.
پته: د غزني ولایت د ارزاقو لوی مدیریت، د سرې میاشتې سړک - غزني