د تړون د ورکړې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان ګاز امارتي شرکت د تدارکاتو قانون د ۴۳مې مادې د ۲مې فقرې پر بنسټ په پام کې لري، چې د سلفر د جلا کولو او وچولو دستګاه لپاره د دوه ډوله فلټرونو او همدارنګه د وچولو دستګاه لپاره د یوه موټور لرونکي او یوه بېموټوره پمپ د تدارک تړون، د (۵۶۱۰۴) ګڼې جواز لرونکي د بیګزاد ابراهیمي لوژستیکي خدماتو شرکت ته، چې د جوزجان ولایت، شبرغان ښار، د خیرخانې په دویمه حصه کې موقعیت لري، په (۳,۹۷۰,۰۰۰ درې میلیونه او نهه سوه او اویا زره) افغانیو ټولیزې بیې سره ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هر ډول نیوکه ولري، کولای شي د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر (۴) کاري ورځو پورې خپله لیکلې نیوکه له اړوندو دلایلو سره یوځای د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له احکامو سره سم د افغان ګاز امارتي شرکت ته وړاندې کړي.
یادونه: دا خبرتیا د تړون په مانا نه ده او تر هغه چې پورته یاد شوی مهلت او قانوني مراحل بشپړ نه شي، تړون نه ترسره کېږي.
پته: د افغان ګاز امارتي شرکت، د افغان ترک د هلکانو لېسې ترڅنګ، د هزار فامیلي استوګنیز بلاکونه، د شبرغان مرازشریف لویه لاره، شبرغان ـ جوزجان