د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تخنیکي کمېټې ناسته وکړه
1404/10/22 00:00
Mohammad Nabi خبرونه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د دفتر رئیس مولوي سعید الرحمن مظهري په مشرۍ د تخنیکي کمېټې د غړو، متخصصینو او د یو شمېر امارتي شرکتونو استازو په ګډون، د تخنیکي کمېټې ناسته ترسره شوه. د ناستې په پیل کې، د کمېټې غړو د ټاکل شوې اجنډا له مخې، د ارزاقو امارتي شرکت د ۱۴۰۴/۶/۲۹ نېټې د مدیره هیئت د پرېکړو او د آريانا افغان هوایی شرکت، افسوټر، مرکزي سیلو او سپین زر کندز امارتي شرکتونو د ۱۴۰۱ لمریز کال د بيروني تفتيش راپورونو د تأیید موضوع باندې مفصلې خبرې ترسره شوې. د غونډې په ترڅ کې، د هلمند حجارۍ او نجارۍ امارتي شرکت د ۱۴۰۰ او ۱۴۰۱ مالي کلونو د بيروني تفتيش راپورونو تائیدي او د بغلان د بورې(شکر) امارتي شرکت د سوداګریزې ساحې او د کورونو د کرایې مشخص کولو د وړاندیز پر موضوع، بحثونه ترسره شول. همداراز، د کاربن لوګي د صادرولو په اړه د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر موضوع او د هلمند د حجارۍ او نجارۍ، صکوک او ضرابخانې، د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو، استراس، افغان ګاز، د آریانا افغان هوايي شرکت، د بلخ سیلو، د بلخ نخي نساجي، د ملي پراختیا او افغان نساجي امارتي شرکتونو د ۱۴۰۴ کال د تطبیق شویو کړنو د راپورونو په اړه بحث وشو. د غونډې په پای کې، د ملي بس امارتي شرکت، د غوښې او لبنیاتو برابرولو، د ساختماني موادو د تولید او د خوندي اسنادو د چاپ امارتي شرکتونو پر موضوعاتو تر بحث وروسته، غونډه په دعایې سره پای ته ورسېده.