د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د ملي بس امارتي شرکت تر واک لاندې ځمکه د افغان ټېلې کام امارتي شرکت ته وسپارل شوه
1404/11/18 00:00
Mumtaz خبرونه
د ملي بس امارتي شرکت تر واک لاندې ځمکه د افغان ټېلې کام امارتي شرکت ته وسپارل شوه د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د ملي بس امارتي شرکت، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د (۶۳۸۷) شمېرې نافذه او لازمي ‌الاجراء حکم پر بنسټ، د یاد امارتي شرکت تر واک لاندې ځمکه، چې د کابل ښار د لومړۍ حوزې سیمه کې موقعیت لري، په بشپړ شفافیت او د قانوني مراحلو په پام کې نیولو سره، افغان ټېلې کام امارتي شرکت ته وسپارله. د یادې ځمکې د بېرته سپارلو پروسه د دولتي نظم، اداري اصلاحاتو او د عامه شتمنیو د ښې ساتنې په موخه د ملي بس امارتي شرکت د مشرتابه تر مستقیم څار لاندې ترسره شوه. د یادونې وړ ده چې دا اقدام د ادارو ترمنځ د ژمنتیا، ښې همغږۍ او د ملي بنسټونو د لا پیاوړتیا پر اساس وشو.