د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/5/4 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت خپل (۱۴) بابه درملتونونه چې د بلخ ولایت په بېلابېلو سیمو کې موقعیت لري، د نافذه قوانینو په رڼا کې د تړلي آفر په بڼه، په اجاره ورکوي.

۱ـ د بلخ ولایت، د سیدآباد (۹مه) شمېره امارتي درملتون 
۲- د بلخ ولایت، د فردوسي څلورلارې (۱۴مه) شمېره امارتي درملتون
۳-  د بلخ ولایت، د لومړۍ ناحیې د شروک ګذر (۱۵مه) شمېره امارتي درملتون
۴- د بلخ ولایت، د سیاګرد سړک (۱۷مه) شمېره امارتي درملتون
۵-  د بلخ ولایت، د نساجۍ بلاکونه (۱۹مه) شمېره امارتي درملتون  
۶- د بلخ ولایت، د نور خدا کارتې (۲۲ مه) شمېره امارتي درملتون
۷- د بلخ ولایت، د آریانا کارتې (۲۳مه) شمېره امارتي درملتون
۸- د بلخ ولایت، د نهمې ناحیې د قرغان ګذر (۲۷مه) شمېره امارتي درملتون
۹- د بلخ ولایت، د آریانا مارکېټ (۲۸مه) شمېره امارتي درملتون
۱۰- د بلخ ولایت، د صادقیه ګذر (۲۹ مه) شمېره امارتي درملتون
۱۱- د بلخ ولایت، د نهر شاهي (۳۰ مه) شمېره امارتي درملتون
۱۲- د بلخ ولایت، د دولت آباد ولسوالۍ (۳۲مه) شمېره امارتي درملتون
۱۳- د بلخ ولایت، د ښار د فقیر آباد (۳۳مه) شمېره امارتي درملتون
۱۴- د بلخ ولایت، د صلح کارتې د پای (۳۴مه) شمېره امارتي درملتون

هغه حقیقي، حکمي او سهم لرونکي شرکتونه چې د یادو امارتي درملتونونو د اجارې نیولو لېوالتیا لري، کولای شي چې اړونده شرطپاڼه د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت، د سوداګریزو چارو ریاست د خرڅلاو له آمریت څخه ترلاسه کړي.

د درملتونونو د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۰۵/۱۰ نېټې، شنبې ورځ د سهار پر ‍۹:۰۰ بجو، د یاد امارتي شرکت په ودانۍ کې جوړېږي.

یادونه: تضمین به د شرطپاڼې د مادو او مقرراتو له مخې اخیستل کېږي؛ یادې څانګې په شخصي سیمو کې فعالیت لري، په داوطلبۍ کې یې یوازې د فعالیت امتیاز په اجاره ورکول کېږي.

پته: د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت، دویمه ناحیه، شاه دوشمشېره ـ کابل