د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د پانګونې خبرتیا!
1405/5/4 00:00
Mumtaz خبرونه

د پانګونې خبرتیا!

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د کندز سپین ‌زر امارتي شرکت د خپلو پراختیايي پلانونو له مخې، د کسبه ‌کارانو او درنو هېوادوالو د اړتیاوو او پرلپسې غوښتنو پر بنسټ، په پام کې لري چې خپل مازاد جایدادونه د پراختیا، کاري فرصتونو رامنځته کولو او ښاري نظم د پیاوړتیا په موخه، چې د کندز، تخار او بغلان په اړوندو ولسوالیو کې موقعیت لري، په تړون سره ورکړي.

له همدې امله درانه سوداګر، خصوصي پانګوال او سوداګریز شرکتونه چې غواړي په یادو جایدادونو کې پانګونه وکړي، کولای شي د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲۱ ورځو پورې د شرطپاڼې او د سوداګریز پلان د نمونې ترلاسه کولو لپاره د کندز سپین ‌زر امارتي شرکت د قراردادونو آمریت ته مراجعه وکړي.

پته: سپین زر امارتي شرکت، د آزادۍ واټ، د شرکت ګولایي، کندز ښار- کندز