د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د امارتي شرکتونو لوی رئیس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون په پرانېست غونډه کې ګډون وکړ
1405/5/5 00:00
Mumtaz خبرونه

د امارتي شرکتونو لوی رئیس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون په پرانېست غونډه کې ګډون وکړ

د امارتي شرکتونو لوی رئیس، مولوي احمد جان بلال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د ستر نندارتون د پرانېستنې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دې نندارتون کې د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغان ټېلې‌کام او افغان پُست امارتي شرکتونو سربېره د مخابراتي او بانکي خدمتونو ګڼو شرکتونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې کورنیو سکټورونو خپلې لاسته راوړنې او چوپړتیاوې نندارې ته وړاندې کړې دي.

همداراز دغه نندارتون د ټکنالوژۍ، مخابراتو او ډیجیټلي خدمتونو د ودې، د نوښتونو د معرفي کولو او د دولتي او خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره مهم فرصت بلل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې یاد نندارتون به د زمري میاشتې له ۴مې څخه تر ۸مې نېټې پورې د افغانستان د نړیوالو نندارتونونو په مرکز کې د لیدونکو پر مخ پرانېستی وي.