د بهرنیو مېلمنو د لېږد لپاره دوه عرادې موټر ځانګړي شول
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان تور امارتي شرکت د اقتصادي ودې، د ګرځندوی صنعت د پراختیا او بهرنیو مېلمنو ته د غوره چوپړتیاوو د وړاندې کولو په موخه او له انټرکانټیننټال امارتي شرکت سره د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، خپل دوه عرادې مجهز سیاحتي موټر د یاد امارتي شرکت په واک کې ورکړل.
د دې هوکړه لیک بنسټیزه موخه د بهرنیو مېلمنو، سیلانیانو او رسمي پلاویو خوندي، منظم او معیاري لېږد او ملتیا ده، ترڅو د افغانستان بېلابېلو تاریخي، فرهنګي، طبیعي او سیاحتي سیمو ته په ښه ډول سره لاسرسی ومومي.
د یادونې وړ ده چې دغه موټر به د مسلکي موټرچلوونکو او د اړتیا په صورت کې د سیاحتي لارښودونو په همکارۍ فعالیت کوي، ترڅو بهرنیو مېلمنو ته د افغانستان د تاریخي او فرهنګي میراثونو، ملي ارزښتونو او طبیعي ښکلاوو په اړه هر اړخیز او دقیق معلومات وړاندې شي او د هغوی سفر په غوره او منظم ډول مدیریت شي.