د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/5/5 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت خپل (۹) بابه درملتونونه چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې موقعیت لري، د نافذه قوانینو په رڼا کې د تړلي آفر په بڼه، په اجاره ورکوي.

۱ـ د کابل ولایت، د لېسه مریم د ۱۰۲ بستریز روغتون (۴۰مه) شمېره امارتي درملتون. 
۲- د کابل ولایت، د اتاترک روغتون (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون.
۳- د کابل ولایت، د قصبې صدري روغتون (۲۲مه) شمېره امارتي درملتون.
۴- د هرات ولایت، د حوزوي روغتون (۲مه) شمېره امارتي درملتون.
۵- د ننګرهار ولایت، د حوزوي روغتون (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون. 
۶- د غزني ولایت، د اندړ ولسوالۍ روغتون (۳مه) شمېره امارتي درملتون.
۷- د کندز ولایت، د حوزوي روغتون ترڅنګ (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون.
۸- د کندز ولایت، د حوزوي روغتون (۲مه) شمېره امارتي درملتون.
۹- د پروان ولایت، د ولایتي روغتون (۲مه) شمېره امارتي درملتون.

هغه حقیقي، حکمي او سهم لرونکي شرکتونه چې د یادو امارتي درملتونونو د اجارې نیولو لېوالتیا لري، کولای شي چې اړونده شرطپاڼه د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت، د سوداګریزو چارو ریاست د خرڅلاو له آمریت څخه ترلاسه کړي.

د درملتونونو د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۰۵/۱۱ نېټې، یکشنبې ورځې د سهار پر ‍۹:۰۰ بجو، د یاد امارتي شرکت په ودانۍ کې جوړېږي.

یادونه: تضمین به د شرطپاڼې د مادو او مقرراتو له مخې اخیستل کېږي.

پته: د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت، دویمه ناحیه، شاه دوشمشېره ـ کابل