د امارتي شرکتونو لوي ریاست
بلخ ولایت کې د چغندرو کرکېلې لپاره سلګونه جریبه ځمکه ځانګړې شوې
1405/5/5 00:00
Mumtaz خبرونه

بلخ ولایت کې د چغندرو کرکېلې لپاره سلګونه جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د امارتي شرکتونو لوی رئیس، مولوي احمد جان بلال د لارښوونې پر بنسټ د بغلان بورې امارتي شرکت لپاره د قوشتېپې کانال ترڅنګ د چغندرو د کرکېلې په موخه سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ځانګړې شوې ده.

په همدې موخه د بغلان بورې امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ملا باران قدرت او ورسره مل پلاوي، قوشتېپې کانال ته د سفر په ترڅ کې، دتخنیکي سروې په موخه له ځانګړې شوې ځمکې څخه لیدنه وکړه.
 
د بغلان بورې امارتي شرکت مسؤولین وايي چې د چغندرو د کرکېلې پراختیا به نه یوازې د یاد امارتي شرکت د خامو موادو د اړتیا په پوره کولو کې مرسته وکړي، بلکې د کرنې د ودې، د بزګرانو د ملاتړ او د کورني تولید د زیاتوالي لپاره به هم زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده چې دغه ګام به د بورې په تولید کې د هېواد د ځان بسیاینې هڅې پیاوړې او د وارداتو اړتیا راکمه کړي.