د افغان پُست امارتي شرکت د پُستي او عامه خدمتونو ګډ پلټ فارمونه نندارې ته وړاندې کړل
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان پُست امارتي شرکت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په لومړني نندارتون کې د خپلو بېلابېلو پُستي او عامه خدمتونو ترڅنګ د برېښنايي سوداګرۍ (E-Commerce) او پُستي پتې او کُډ پلټ فارمونه هم په ځانګړې غرفه کې نندارې ته وړاندې کړي.
د برېښنايي سوداګرۍ پلټ فارم د کورنیو سوداګرو او آنلاین کاروبارونو لپاره د توکو باوري خرڅلاو آسانتیا برابروي او د پُستي پتې او کُډ پلټ فارم د هېواد په کچه د پُستي پتې د معیاري کولو، د پُستي خدمتونو د دقت لوړولو او د پُستي شبکې د لا اغېزمنې پراختیا لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.
یاد نندارتون به د پنځو ورځو لپاره دوام وکړي، چې موخه یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د نوښتونو، برېښنايي خدمتونو او ډیجیټلي بدلونونو معرفي کول، د نوې ټکنالوژۍ دودول او د امارتي او خصوصي ادارو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا ده.
د یادونې وړ ده چې د یاد نندارتون د پرانېست غونډې په لړ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او افغان پُست امارتي شرکت ترمنځ د برېښنایي سوداګرۍ یا (E-Commerce) هوکړه لیک هم لاسلیک شو.