د داوطلبۍ خبرتیا!
د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د افغانستان برېښنا شرکت د کابل برېښنا ریاست ټولو پر شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي، ترڅو د کابل برېښنا د اول جنکشن د برېښنايي وسایلو د تدارک او برابرولو د داوطلبۍ په پروسه کې، چې د (کابل برېښنا /۱۴۰۴/ ملي پرانستې داوطلبي / اجناس -۴۳) کوډ شمېرې درلودونکې ده، ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي چې د شرطپاڼې کاپي په فلش ډېسک کې د کابل برېښنا ریاست د تدارکاتو مدیریت څخه تر لاسه کړي؛ همدارنګه دې خپلې آفرې د شرطپاڼې د شرایطو او د تدارکاتو له اصولو سره سم، په تړلې بڼه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ نېټې، دوشنبې ورځ، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د کابل برېښنا ریاست ته وسپاري.
د آفر پرانېستنې غونډه د دوشنبې ورځ، ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ نېټه، د سهار ۱۰:۰۰ بجې، د کابل برېښنا ریاست د تړونونو په صالون کې جوړېږي.
یادونه: د آفر تضمین ( ۱۵۴۰۰۰ یو لک او څلور پنځوس زره) افغانۍ دی، او د مالي وړتیا کچه (۱۱۶۲۴۸۸.۹۰ یو میلیون او یو سل او دوه شپېته زره او څلور سوه او اته اتیا) افغانۍ دی؛ ناوخته رسېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
پته: د کابل برېښنا ریاست، اتمه ناحیه، حضوري چمن ـ کابل
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۷۲۸۶۴۸۰۴۱