د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال سره ولیدل
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، مولوي احمدجان بلال او د ملي پراختیا امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، عبدالرحمن عطاش د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال، جمشید خواجهیف سره د لیدنې پرمهال پر ګڼ شمېر موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په پیل کې د امارتي شرکتونو لوی رئیس، مولوي احمدجان بلال راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د افغانستان او ازبیکستان اړیکې په ښه مسیر روانې دي او په تېر یوه کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا دوه میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.
ښاغلي بلال په نړیوالو غونډو کې د اسلامي امارت له موقف څخه د ازبیکستان د ملاتړ مننه وکړه او د سوداګریزو او سیاحتي ویزو په برخه کې یې د نورو اسانتیاوو راوستلو، منځنۍ اسیا ته د افغان تازه مېوو د صادراتو، د افغان ټرانس مهمې پروژې د چارو د چټکتیا، او د نساجۍ برخې د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، په هېواد کې د نشه یي توکو پر وړاندې جدي مبارزې او د کوکنارو متبادل کښت پنبې ته په اشارې سره د افغانستان په بیا ودانولو کې د ازبیکستان نقش مهم یاد کړ.
په ورته وخت کې د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال، جمشید خواجهیف د تود هرکلي له امله د مننې ترڅنګ وویل، چې د دوی لوړپوړی پلاوی د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره له یوه خورا غښتلي هوډ سره کابل ته راغلی دی.
ښاغلي خواجهیف وویل، چې سږکال افغانستان کې ۵۰۰۰ ویزې صادرې شوې او د ویزو په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره هڅې روانې دي.
خواجهیف دغه راز زیاته کړه، چې د افغان ټرانس پروژې د امکان سنجۍ چارې بشپړې شوې دي او د تازه مېوو د صادراتو د همغږۍ په موخه د ازبیکستان یو تخنیکي ټیم کابل کې پاتې کېږي.
د ازبیکستان لومړي وزیر مرستیال، جمشید خواجهیف د افغانستان له کروندګرو څخه د ۱۰۰ زره ټنه پنبې د اخیستلو، د کیمیاوي سرې او اصلاح شویو تخمونو په برخه کې د همکارۍ او په بنسټیزو او پراختیایي پروژو کې د ازبیکستاني پانګوالو د ګډون ډاډ ورکړ
د لیدنې په پای کې د ملي پراختیا شرکت اجرائیوي رئیس، عبدالرحمن عطاش د یاد شرکت د روانو لویو پروژو، تولیدي وړتیاوو او پراختیایي پلانونو په اړه مفصل معلومات شریک کړل او ډاډ یې ورکړ، چې ملي پراختیا شرکت له ازبیکستان سره په بېلابېلو اقتصادي او تولیدي برخو کې هر ډول متقابلو اړیکو ته چمتو دی.