د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د آسیا مارکېټ د بیارغونې چارې په چټکۍ روانې دي
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت په ملکیت کې د آسیا سوداګریز مارکېټ د بیارغونې چارې په چټکۍ او منظم ډول روانې دي.
د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د آسیا سوداګریز مارکېټ د کابل ښار د درېیمې ناحیې د میرویس میدان په سیمه کې موقعیت لري، دغه څلور پوړیز مارکېټ د ۹۶۰ متره مربع ځمکې پر سر جوړ شوی، چې په لومړي پوړ کې یې د برېښنایي وسایلو پلورنځي، په دویم او درېیم پوړونو کې د دغو وسایلو د ترمیم مرکزونه او په څلورم پوړ کې یې هوټل فعالیت کوي.
د یاد امارتي شرکت د املاکو آمریت انجنیر عبیدالله کریمي وویل، د شرکت له لوري د دغه مارکېټ د بیارغونې چارې د تخنیکي معیارونو له مخې په منظم ډول روانې دي، چې غیرمعیاري غرفې لرې شوي او د مارکېټ د داخلي جوړښت له مخې په معیاري ډول بیا تنظیم شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د آسیا په سوداګریز مارکېټ کې شاوخوا ۱۸۰ هټۍ او غرفې شتون لري، چې دا مهال د بېلابېلو سوداګریزو فعالیتونو لپاره کارول کېږي او لسګونو هېوادوالو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.