د مزایدې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مرکزي سیلو امارتي شرکت په پام کې لري تر څو خپله (۳۲۳۲) مترمربع ځمکه چې د سیلو باغ په ساحه کې موقعیت لري، د درېیو (۳) کلونو لپاره په میاشتني ډول د (۵۰٬۰۰۰ پنځوس زره) افغانیو په بدل کې د هاشم ظاهر عمري سوداګریز او صنعتي شرکت ته په کرایه ورکړي.
هغه اشخاص، امارتي ادارې، مؤسسې او خصوصي سکټورونه چې غواړي یاد ملکیت له ټاکل شوې اندازې څخه په لوړه بیه په کرایه ونیسي، کولای شي د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲۰ کاري ورځو پورې خپل غوښتنلیکونه د مرکزي سیلو امارتي شرکت د تدارکاتو او برابرولو مدیریت ته وسپاري.
غوښتونکي دې د داوطلبۍ شرطپاڼه ترلاسه کړي او خپله دې د ۱۴۰۵/۰۵/۲۶ نېټې د دوشنبې په ورځ د مزایدې په غونډه کې حاضر شي.
یادونه: تضمین (۱۵۰۰۰۰، یو سلو او پنځوس زره) افغانۍ په نغدي توګه اخیستل کېږي.
پته: د مرکزي سیلو امارتي شرکت، درېیمه ناحیه ـ کابل