د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/5/5 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت په پام کې لري، چې د روڼتیا د تأمین، د کیفیت د لوړولو او د لګښتونو د کمولو په موخه، د ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ مالي کلونو د مالي صورت‌حسابونو د تفتیش لپاره د بهرني مفتش د ګمارنې پروسه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته وسپاري.
 
له همدې امله له ټولو هغو بهرنیو تفتیشي شرکتونو څخه چې د مالیې محترم وزارت د افغانستان د مسلکي محاسبینو ادارې (CPA-AFG) معتبر جواز ولري، بلنه ورکول کېږي چې د اسد میاشتې له ۱۲مې څخه تر ۳۱مې نېټې پورې د شرطپاڼې د ترلاسه کولو لپاره د https://shorturl.at/DJpr1 لېنک ته او یا هم په حضوري ډول د امارتي شرکتونو لوی ریاست د تفتیش ریاست ته مراجعه وکړي؛ همدارنګه دې شرطپاڼې تر دقیقې مطالعې وروسته خپل وړاندیزونه د درج شویو شرایطو له مخې ترتیب او په ټاکلي وخت کې دې یادې ادارې ته وسپاري.
 
له داوطلبۍ وړاندې غونډه به د ۱۴۰۵/۰۵/۲۱ نېټه، د چهارشنبې ورځې د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو او د آفر پرانېستلو غونډه به د ۱۴۰۵ کال د وږي (سنبلې) میاشتې په لومړۍ نېټه، د یکشنبې ورځ د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو د امارتي شرکتونو لوی ریاست، د پنځم پوړ د غونډو په تالار کې ترسره کیږي.
 
یادونه: ناوخته رسېدلي غوښتنلیکونه په دغه پروسه کې نه شاملېږي.
 
پته: د امارتي شرکتونو لوی ریاست، د عامې روغتیا څلورلارې ـ کابل
 
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې او برېښنالیک پتې سره په اړیکه کې شئ:
۰۲۰۲۵۲۷۱۸۱ – audit@gdsoc.gov.af