د سرپل ولایت د نشه یي توکو د روږدو درملنې ۳۰ بستریز روغتون ته خوراکي توکي ولېږدول شول
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو اساسي فعالیتونو او سوداګریز پلان د پلي کېدو په دوام، د سرپل ولایت د نشه یي توکو د روږدو درملنې ۳۰ بستریز روغتون لپاره د اړتیا وړ ۱۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول.
د سرپل د ارزاقو عمومي مدیریت مسؤولین وايي چې په لېږدول شویو توکو کې وریجې، غوړي، لوبیا، بوره، چای او نور اړین لومړني خوراکي توکي شامل دي، چې د دغه روغتیايي مرکز د دوو میاشتو اړتیاوې پوره کوي.
د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د هېواد په ټولو ولایتونو کې د لاسلیک شویو قراردادونو له مخې د خوراکي توکو د اکمال بهیر په منظم ډول دوام لري.