د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د پوهنې وزارت پلاوي د شهادتنامو د چاپ له بهیر څخه لیدنه وکړه
1405/5/6 00:00
Mumtaz خبرونه

د پوهنې وزارت پلاوي د شهادتنامو د چاپ له بهیر څخه لیدنه وکړه
 
د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین، مولوي عبدالخالق صادق او د شهادتنامو ریاست رئیس، مولوي عبدالباقي اخندزاده له مل پلاوي سره د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان د خوندي اسنادو د چاپ امارتي شرکت کې د شهادتنامو د چاپ له بهیر څخه لیدنه وکړه.
 
په پیل کې د پوهنې وزارت پلاوي ته د افغانستان د خوندي اسنادو د چاپ امارتي شرکت د فعالیتونو، تخنیکي وړتیاوو، د چاپ او تولید بهیر، امنیتي چاپ معیارونو او د خوندي اسنادو د تولید په برخه کې د شرکت د وړتیاوو او خدمتونو په اړه معلومات وړاندې شول.
 
مسؤولینو څرګنده کړه، چې دا شرکت د خوندي او معیاري اسنادو د چاپ په برخه کې د هېواد په کچه یواځینی مخکښ تخصصي امارتي شرکت دی، چې د اسلامي امارت وزارتونو، لویو ریاستونو او اړوندو ادارو ته د جعل او تزویر د مخنیوي په موخه د نړیوالو معیارونو سره سم امنیتي ډیزاین، چاپ او تخنیکي حل لارې وړاندې کوي.
 
همدارنګه یاد پلاوي د شهادتنامو د ډیزاین، تولیدي بهیر، امنیتي ځانګړتیاوو او کیفیت کنټرول له میکانیزمونو څخه لیدنه وکړه او د شرکت له تخنیکي ظرفیتونو او فعالیتونو څخه یې رضایت څرګند کړ.
 
د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین د افغانستان د خوندي اسنادو د چاپ امارتي شرکت فعالیتونه وستایل او د خوندي اسنادو د تولید په برخه کې یې د دې شرکت ظرفیتونه مهم وبلل. نوموړي ټینګار وکړ، چې د تعلیمي اسنادو د اعتبار، خونديتوب او معیاري کولو لپاره د دواړو ادارو ترمنځ همغږي او همکاري به لا پیاوړې شي.
 
په پای کې، دواړو لوریو د تعلیمي اسنادو د کیفیت لوړولو، د جعل او تزویر د مخنیوي او د هېواد د اړتیاوو مطابق د امنیتي چاپي حل لارو د برابرولو په برخه کې د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.