د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ګڼ شمېرهېوادوالو د افغان پُست امارتي شرکت له غرفې څخه لیدنه وکړه
1405/5/6 00:00
Mumtaz خبرونه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ګڼ شمېرهېوادوالو د افغان پُست امارتي شرکت له غرفې څخه لیدنه وکړه
 
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون د درېیمې ورځې په جریان کې ګڼ شمېر هېوادوالو د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان پُست امارتي شرکت له غرفې څخه لیدنه وکړه او د دغه شرکت د بېلابېلو پُستي او عامه خدمتونو په اړه یې هر اړخیز معلومات تر لاسه کړل.
 
د افغان پُست د استازو له لوري د غرفې لیدونکو ته د شرکت د عمده فعالیتونو، کورنیو او نړیوالو پُستي خدمتونو، د پُستي پتې او کُډ انلاین سیستم، د برېښنایي سوداګرۍ انلاین سیستم، د GPS Locker پروژې عمده فعالیتونو او نورو نوښتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
 
لیدونکو د افغان پُست د عصري خدمتونو او ډیجیټلي پروژو ستاینه وکړه او د دغو خدمتونو د پراختیا او آسانتیاوو په اړه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه هم شریک کړل.
 
افغان پُست امارتي شرکت د نندارتون ټولو ګډونوالو او هېوادوالو ته په خورا درنښت بلنه ورکوي تر څو د افغان پُست له غرفې څخه لیدنه وکړي او د یاد شرکت د خدمتونو او نوښتونو په اړه له نږدې هر اړخیز معلومات ترلاسه کړي.