د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر سره ولیدل
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي عبدالرازق رفیع د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر، مولوي عبدالاحد فضلي سره لیدنه کې د ارزاقو امارتي شرکت لپاره د ټکنالوژۍ سیسټمونو د جوړولو، پراختیا او د اړوندو همکاریو زیاتولو په اړه خبرې وکړې.
په یاده لیدنه کې د دواړو ادارو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وشو او د ارزاقو امارتي شرکت د ټکنالوژیکي سیسټمونو د رامنځته کولو او لا ښه والي په برخه کې د همکاریو د پیاوړتیا پر اړتیاوو خبرې وشوې.
د غونډې په پای کې دواړو لوریو د مطرح شویو موضوعاتو د څارنې ترڅنګ د ګډو همکاریو او همغږیو پر رامنځته کولو هوکړه وکړه.