کابل کې د برېښنا منصفانه وېش او پرچاویو پر تنظیم د څارنې بهیر دوام لري
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ له سپارښتنې سره سم په کابل کې د برېښنا جنکشنونو او برېښنا تنظیم سیستمونو باندې د څارنې ځانګړي پلاوي د ورځې سربېره د شپې مهال هم ګڼې ساحې وڅارلې.
یاد پلاوي د پېرودونکو اړوند شکایتونو ته د رسېدنې په موخه ساحې له نږدې څاري، ساحوي تخنیکي مسؤولینو سره د پېرودونکو شکایتونه شریکوي او د هغوی د چارو ارزونه هم کوي.
د یادونې وړ ده چې د اوړي ګرمۍ موسم په رارسېدو سره، کابل او ولایتونو کې د برېښنا پرچاوۍ تطبیق کېږي او ځانګړي پلاوي د پرچاويو مهال وېش له نږدې څاري.