د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د تړون خبرتیا!
1404/11/18 00:00
Mumtaz خبرونه
د تړون خبرتیا! د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د غوښو او لبنیاتو برابرولو امارتي شرکت، خپل یو باب د موټر مینځلو دستګاه چې د مکروریانونو څلورلاري ته څېرمه موقعیت لري، د ۳ کلنو لپاره په کرایه ورکوي. هغه شرکتونه، مؤسسې او انفرادي اشخاص چې یاد تړون ته لېوالتیا لري، کولای شي، چې د خبرتیا له نشر څخه تر (۲۱) کاري ورځو پورې، له خپلو غوښتنلیکونو سره یو ځای د شرطپاڼې د ترلاسه کولو په موخه، د غوښو او لبنیاتو برابرولو امارتي شرکت د تدارکاتو عمومي مدیریت ته مراجعه وکړي. یادونه: تضمین په نغدي توګه اخیستل کېږي. پته: د غوښو او لبنیاتو برابرولو امارتي شرکت، د مکروریانونو څلورلارې ـ کابل