د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د مزایدې خبرتیا!
1405/5/7 00:00
Mumtaz خبرونه

د مزایدې خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د کندز سپین زر امارتي شرکت یو باب د موټرو مینځلو ځای چې د کوتي ګرد سړک ترڅنګ موقعیت لري، محمد اکبر د غلام نقشبند زوی ته چې په داوطلبۍ کې بریالی شوی د میاشتې (۵۰۰۰) افغانیو په بدل کې په کرایه ورکوي.
 
هغه کسان چې پر شرایطو برابر وي او د یاد جایداد د مزایدې په غونډه کې د ګډون لېوالتیا لري، کولای شي د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر (۷) ورځو پورې خپل غوښتنلیکونه د کندز سپین زر امارتي شرکت د قراردادونو آمریت ته وسپاري.
 
یادونه: غوښتونکي دې شرطپاڼه وګوري او تضمین په نغدي ډول اخیستل کېږي.
 
پته: د سپین زر امارتي شرکت، د شرکت ګولایي ـ کندز