د درېګونو پورټونو له لارې۴۸۶ باروړونکي موټر داخل او بهر شوي دي
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د استراس امارتي شرکت د لومړي، دویم او درېیم پورټ له لارې د روان کال د زمري میاشتې په څلورمه نېټه په صادراتي او وارداتي توکو بار ۴۸۶ باروړونکي موټر داخل او بهر شوي دي.
په لومړي پورټ کې د اوړو، د ګل افتاب پرست غوړيو، د موټر روغنیاتو، د حمام ښیښو، کیمیاوي سرې او اره شوي لرګيو ۶۲ باروړونکي موټر د وارداتي بېړیو له لنګرځای څخه بار او خارج شول.
همدارنګه، د پله له لارې ۱۵۲ وارداتي موټر چې د غنمو اوړه، د ګل افتاب پرست غوړي، د کدو زړي، بېلابېل خواږه، قهوه، کچالو، وریجې، جوار، د ژویو د خوړلو توکي، طبي درمل، جامې، بوټان، تار، ګاز لرونکي څښاکونه، پلاستیکي توکي، فومي توکي، سریښ، قرطاسیه، د قالب جوړونې ماشینونه، د جامو مینځلو ماشینونه، فلم رول، د ډبرو پشم، د موټرو ټایرونه، موبلائیل، ګریس، پټرول تېل، مخابراتي وسایل، د پاکولو توکي، تېزاب، د کانونو وسایل، ګوګرد، اره شوي لرګي، بېلابېل توکي او اسکواټور پکې شامل دي له پورټ څخه خپل ټاکلي مقصد ته بارګیري او بهر شوي دي.
په دې ترڅ کې ۴ موټر چې د جوارو او طبي درملو بار یې لېږداوه، له یوه موټر څخه بل موټر ته بار شوي دي، او ۷ موټر چې د کشتو، مميزو، ګاز لرونکو څښاکونو، د پسه غوښې، د هنگ(اینجې) شیرې او کورنۍ پنبې بار یې لېږداوه، له افغانستان څخه ازبیکستان ته بار او بهر شوي دي.
همداراز، په دویم پورټ کې د غنمو د اوړو په برخه کې ۷۶ باروړونکي موټر او د غنمو درمند (خرمن) په برخه کې ۳ موټر بار او بهر شوي دي.
د معلوماتو پر بنسټ د متفرقه توکو (کانتینر، لرګیو او اوسپنیزو توکو) په برخه کې ۱۴۱ باروړونکي موټر، چې سمنټ، زغر، کنجاړه، کیمیاوي سره، د MDF تختې، فراشوت، کاغذ، جامې، د موټرو پرزې، د جوس د کارټن کاغذ، د موټرو لوازم، آهنچادر، کریم او پوډر، د ګنډلو ماشینونه، تش کانتینرونه، د اوبو پمپونه او بېلابېل نور توکي یې لېږدول، بارګیري او بهر شوي دي.
د دې ترڅنګ یو باروړونکی موټر چې د افغانستان صادراتي نیمه پروسېس شوې کرومایټ ډبره یې لېږدوله، ازبیکستان ته بار او ولېږدول شو.
د یادونې وړ ده چې په درېیم پورټ کې ۴۰ باروړونکي موټر چې سمنټ او آهنچادر یې لېږدول، بارګیري او بهر شوي دي.