د مزایدې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د کندز سپین زر امارتي شرکت په پام کې لري، چې خپل یو شمېر جایدادونه چې د کندز په مرکز کې موقعیت لري، لکه: د کندز – کابل عمومي سړک ترڅنګ د مستري خانې سرای د سرایوانۍ اجاره، د سپین زر کلوپ سړک کې د کچالو منډوي د سرایوانۍ اجاره، د کندز – کابل عمومي سړک ترڅنګ د مستري خانې سرای هټۍ او د تېلو پلورنځي، د شرکت ریاست ته مخامخ هټۍ او د کوته ګرد په نبش کې د مستري خانې سرای هټۍ، د مزایدې له لارې اعلان ته وسپاري.
هغه کسان چې پر شرايطو برابر وي اود یاد جایداد د مزایدې په غونډه کې د ګډون لېوالتیا لري، کولای شي د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر (۱۰) ورځو پورې خپل غوښتنلیکونه د کندز سپین زر امارتي شرکت د قراردادونو آمریت ته وسپاري.
یادونه: غوښتونکي دې شرطپاڼه وګوري او تضمین په نغدي ډول اخیستل کېږي.
پته: د سپین زر امارتي شرکت، د شرکت ګولایي ـ کندز