د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د استراس په درې ګونو پورټونو کې ۵۲۹ باروړونکي موټر بارګیري شوي
1405/5/8 00:00
Mumtaz خبرونه

د استراس په درې ګونو پورټونو کې ۵۲۹ باروړونکي موټر بارګیري شوي
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د استراس امارتي شرکت په درې ګونو پورټونو کې د روان کال د زمري میاشتې په پنځمه نېټه، ۵۲۹ عرادې سوداګریز موټرونه بارګیري او تخلیه شوي دي.
 
د یاد امارتي شرکت په لومړي صادراتي او وارداتي پورټ کې په ټولیز ډول ۲۱۱ عرادې موټر د بېلابېلو ډولونو توکو له بارولو وروسته بهر شوي دي.
 
همدارنګه د استراس امارتي شرکت له دویم نمبر پورټ څخه د وارداتي او صادراتي مالونو لېږدونکي ۲۷۰ عرادې موټر بارګیري او بهر شوي دي.
 
سربېره پر دې په درېیم پورټ کې هم د غنمو اوړو او آهنچادرو لېږدوونکي ۴۸ عرادې موټر بار شوي او د خپل مقصد پر لوریې حرکت کړی دی.
 
د یادونې وړ ده چې د یادو موټرو په وسیله د غنمو اوړه، سمنټ، اسکواټور، د پنبې دانې تېل، طبي درمل، طبي وسایل، ټوکر، د موټر ټایرونه او بیټرۍ، برېښنايي وسایل، د مینځلو توکي، تختې، وطني پنبه، غالۍ او ګلیم، د پسه غوښه، کیمیاوي سره، کاغذ، رخت باب، د موټرو پرزې، آهنچادر، تش کانټینرونه، واټر پمپونه او بېلابېل توکي بارګیري او بهر شوي دي.