د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د انرژۍ همکاریو پیاوړتیا په موخه مهمه لیدنه وشوه
1405/5/8 00:00
Mumtaz خبرونه

د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د انرژۍ همکاریو پیاوړتیا په موخه مهمه لیدنه وشوه
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار په مشرۍ لوړپوړي پلاوي د ازبیکستان جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ازبیکستان د برېښنا ملي شرکت له مسؤولینو سره مهمه ناسته وکړه.
 
د ناستې پیل کې د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، د ازبیکستان د برېښنا ملي شرکت له مسؤولینو څخه د تود هرکلي او مېلمه پالنې په پار مننه وکړه او ویې ویل:«افغانستان او ازبیکستان دوه مسلمان، دوست او ګاونډي هېوادونه دي، چې په وروستیو کلونو کې یې دوه اړخیزې اړیکې د پخوا په پرتله لا پیاوړې شوې دي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د انرژۍ سکټور کې، د ګډو همکاریو نوی فصل پرانېستل شوی دی. د ازبیکستان له لوري د سرخان – پلخمري برېښنا لېږد پر ستره پروژه پانګونه زموږ لپاره د باور او رښتینې همکارۍ څرګندويي کوي. افغانستان برېښنا ته جدي اړتیا لري او هیله لرو چې ازبیکستان به په راتلونکې کې هم د افغانستان د انرژۍ د سکټور په پراختیا کې خپل رغنده رول ته دوام ورکړي.»
 
ورپسې د ازبیکستان برېښنا ملي شرکت مسؤولینو د سرخان – پلخمري ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد پروژې، د ارغندې سب‌سټېشن او د جلال‌اباد د برېښنا لېږد لین او سب‌سټېشن د عملي پرمختګونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې څرګند کړ چې یادې پروژې به د ټاکلي مهالویش او لوړو تخنیکي معیارونو سره سمې بشپړې شي.
 
په پای کې د دغو پروژو په پلي کېدو کې افغان شرکتونو او تخنیکي کدرونو ته د کار زمینه برابروي، ترڅو د افغانستان د برېښنا سکټور د ظرفیت لوړولو او د کورنیو شرکتونو پیاوړتیا لپاره هم په عملي ډول مرستندوی او اغېزناک تمام شي.