د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د مزایدې خبرتیا!
1405/5/8 00:00
Mumtaz خبرونه

د مزایدې خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان ګاز امارتي شرکت د تدارکاتو قانون د ۴۳مې مادې د ۲مې فقرې له حکم سره سم په پام کې لري، چې د کمپرسور د فشار مدیریت لپاره د ۱۳ قلمه سامان آلاتو د برابرولو او تدارک پروژې تړون د رضوان شهرام لوژستیکي خدمتونو شرکت ته، چې د جواز شمېره یې (1312-01-D) ده او د جوزجان ولایت د شبرغان ښار د کشمش پلورلو په مارکېټ کې موقعیت لري، د (۱۳،۲۵۸،۸۰۰دیارلس میلیونه دوه سوه اته پنځوس زره اته سوه) افغانیو په ارزښت سره ورکړي.
 
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول نیوکه ولري، کولای شي خپلې نیوکې د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۷ کاري ورځو پورې، په لیکلي ډول له دلایلو سره یوځای د تدارکاتو قانون د ۵۰مې مادې د حکمونو له مخې د افغان ګاز امارتي شرکت ته وړاندې کړي.
 
یادونه: دا خبرتیا د تړون په مانا نه ده او ترڅو چې پورته یاد شوی مهلت بشپړ او قانوني پړاوونه ترسره نه شي، تړون نه لاسلیک کېږي.
 
پته: د افغان ګاز امارتي شرکت، د افغان ترک د هلکانو لېسې ترڅنګ، د شبرغان ـ مزارشریف لویه لاره، د شبرغان ښار ـ جوزجان