محمود راقي ښاروالۍ کې د خوندي اسنادو د امنیتي ځانګړتیاوو پېژندنې غونډه وشوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان د خوندي اسنادو د چاپ امارتي شرکت مسؤولینو او مل تخنیکي پلاوي د کاپیسا ولایت محمود راقي ښاروالۍ له مسؤولینو سره د خوندي اسنادو د امنیتي ځانګړتیاوو پېژندنې او د جعل او تزویر د مخنیوي په موخه تخنیکي غونډه ترسره کړه.
په غونډه کې د خوندي اسنادو امنیتي ځانګړتیاوې، نړیوال چاپي معیارونه، د امنیتي نښو د پېژندلو لارې، د خوندي او عادي اسنادو ترمنځ توپیر او د اسنادو د اصالت د ارزونې څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې شول؛ همدارنګه تخنیکي پلاوي د عملي څرګندونو ترڅنګ د ځانګړو وسایلو په مرسته ګډونوالو ته د امنیتي نښو د پېژندنې او د جعل شویو اسنادو د تشخیص عملي طریقې وښودلې.
دا ملي بهیر چې د اسلامي امارت د ریاست الوزراء محترم مقام د حکم له مخې په ټول هېواد کې روان دی، د امارتي اسنادو د اعتبار خوندي کولو، د جعل او تزویر د مخنیوي، اداري روڼتیا د پیاوړتیا او د خلکو د باور د لوړولو په موخه پلي کېږي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د خوندي اسنادو د چاپ امارتي شرکت د خوندي چاپ د نړیوالو معیارونو د پلي کولو، د اسنادو د امنیتي کچې د لوړولو او امارتي ادارو ته د باوري او معیاري چاپي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.