د لاسي صنایعو د پراختیا امارتي شرکت لنډه پېژندنه!
1- عمومي معلومات
• د شرکت نوم: د لاسي صنایعو د پراختیا امارتي شرکت
• د جوړېدو کال : ۱۳۴۵ هجري لمریز
• د ملکیت ډول : ۱۰۰٪ امارتي
• پته: د هند سفارت د قونسلګرۍ مخامخ، د کورنیو چارو وزارت پخوانی سړک، شهر نو ـ کابل
• د فعالیت ساحه : صنعت او تولید
• قانوني جوړښت : امارتي شرکت
2- لید لوری او ماموریت
• لید لوری
لاسي صنایع په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه، مخ پر ودې هېوادونو کې چې د هغې له جملي څخه افغانستان هم دی، خورا مهم ارزښت لري او د دغو هېوادونو په ملي اقتصاد کې مهم رول لوبوي؛ د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې که څه هم لاسي صنایع او ماشینونه د پرمختګ لوړې کچې ته رسېدلي، خو بیا هم په زرګونه کسان په دې برخه کې په تولیدي فعالیتونو بوخت دي او له دې لارې څخه د خپل ژوند ستونزې حل کوي.
د مخ پر وده هېوادونو کې د لاسي صنایعو اهمیت د پرمختللو صنعتي هېوادونو په پرتله خورا زیات دی او د دغو هېوادونو د ملي عاید لویه برخه له همدې سکټور څخه ترلاسه کېږي؛ هرکله چې د دغو هېوادونو صادرات په دقت سره وڅېړل شي، څرګنده شي چې د صادراتو لویه برخه د لاسي صنایعو په برخه کې تولید شوي توکي او محصولات دي.
د شمېرو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۲۱ ډوله لاسي صنایع شتون لري او زرګونه کسان له دې لارې څخه د خپل ژوند ستونزې حل کوي او د هېواد په بېلا بېلو برخو کې لاسي صنايع مناسب اقتصادي اهميت لري.
• ماموریت
د شرکت د شتمنیو ساتنه او د شرکت په مختلفو برخو کې د پانګې اچونې فرصتونو په کارولو سره د ثابت او مخ پر ودې ګټې چمتو کول.
د کورنیو عوایدو وده.
د لاسي صنایعو پراختیا.
د کارموندنې فرصتونه زیاتول.
د ښځینوو لپاره په کور او بیروني چاپېریال کې د کار زمینه برابرول