د داوطلبۍ خبرتیا!
د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د غوښو او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) امارتي شرکت ټولو پر شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي، ترڅو د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ اړوند د فارم هډې ساحه کې د ۲۰ جریبه نخاس (د څارویو د پېر و پلور ځای) ته ځانګړې شوې ځمکې په داوطلبۍ کې، چې د (د مسلخ امارتي شرکت ۱۴۰۴/۱۱/۱۵/ ملي پرانستې داوطلبي) کې ګډون وکړي.
هغه شرکتونه، مؤسسې او انفرادي اشخاص چې د دغه تړون لېوالتیا لري، کولای شي چې شرطپاڼه د غوښو او لبنیاتو برابرولو امارتي شرکت څخه تر لاسه کړي؛ همدارنګه دې خپلې آفرې د شرطپاڼې د شرایطو او د تدارکاتو له اصولو سره سم، په تړلې بڼه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د غوښو او لبنیاتو برابرولو امارتي شرکت د تدارکاتو مدیریت ته وسپاري.
د آفر پرانېستنې غونډه پر ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ نېټه، د پنجشنبې ورځ د سهار ۱۰:۰۰ بجې، د غوښو او لبنیاتو برابرولو امارتي شرکت کې جوړېږي.
یادونه: ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
پته: د غوښو او لبنیاتو برابرولو امارتي شرکت، د مکروریانونو څلورلارې ـ کابل