د استراس په درېیو پورټونو کې ۵۹۹ باروړونکي موټر بار او تخلیه شوي
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د استراس امارتي شرکت په درېیو پورټونو کې په ټولیز ډول ۵۹۹ باروړونکي موټر چې وارداتي، صادراتي او ترانزیټي توکي یې لېږدول، بار، تخلیه او ټاکلو موخو ته ولېږدول شول.
په لومړي پورټ کې ۳۷۷ باروړونکي موټر د وارداتي بېړیو له تمځای او پل څخه د بېلابېلو توکو په بارولو، صادر او وارد شوي دي.
همدارنګه د استراس امارتي شرکت له دویم پورټ څخه ۲۰۴ باروړونکي موټر چې وارداتي او صادراتي توکي یې لېږدول، بارګیري او بهر شول.
همداراز په درېیم پورټ کې ۱۸ باروړونکي موټر چې د غنمو اوړه او آهنچادر یې لېږدول، بار او له پورټ څخه بهر شول.
د یادونې وړ ده چې د دغو موټرو له لارې خوراکي توکي، سمنټ، کیمیاوي سره، صنعتي تجهیزات، برېښنایي وسایل، مایع ګاز او نور سوداګریز توکي بار او خپلو ټاکلو موخو ته ولېږدول شول.