سږ کال به د زیتون له بڼونو څخه د پام وړ حاصلات ترلاسه شي
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د رهبرۍ د دوامدارې پاملرنې، اغېزمن مدیریت او پر وخت د کرنیزې خدمت رسونې په پایله کې به سږکال د زیتون له بڼونو څخه د پام وړ حاصلات ترلاسه شي.
د یاد شرکت مسؤولین وايي چې د زیتون د حاصلاتو زیاتوالی به د زیتون د غوړیو او اچارو د تولید کچه لوړه کړي، د کورنیو اړتیاوو په پوره کولو کې به مرسته وکړي او د هېواد د کرنیز تولید، ملي اقتصاد او ځانبسیاینې د پیاوړتیا لپاره به مهم رول ولوبوي.
همداراز د یاد شرکت مسؤولین زیاتوي چې د کرنې پراختیا، د طبیعي شتمنیو ساتنه او د ملي تولیداتو ملاتړ د سوکاله ژوند، پیاوړي اقتصاد او زرغون افغانستان لپاره بنسټیز ارزښت لري او په همدې موخه به د کرنیزو پروګرامونو د لا پیاوړتیا هڅې دوام ولري.