د برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس د ازبیکستان د تخنیکي مقرراتو ادارې څخه لیدنه وکړه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار په مشرۍ تخنیکي پلاوي د ازبیکستان جمهوریت د وزیرانو شورا اړوند د تخنیکي مقرراتو ادارې له رئیس، ډاکټر اکمل جومانظروف سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د برېښنا سکټور د تخنیکي معیارونو، د ازمایښتي لابراتوارونو د ظرفیت لوړولو، د نړیوالو معیارونو د پلي کولو او د تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
ورپسې پلاوي د یادې ادارې له پرمختللو لابراتوارونو، د معیار عیارول (Calibration) له مرکزونو او د برېښنايي تجهیزاتو د ازمایښت له پروسو څخه لیدنه وکړه.
ازبیکستاني لوري د برېښنا شرکت د تخنیکي پرسونل د ظرفیت لوړولو، د تجهیزاتو د معیار عیارول(Calibration)، تخصصي روزنیزو پروګرامونو او د ګرځنده لابراتوارونو د برابرولو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ بشپړ چمتووالی څرګند کړ.
د یادونې وړ ده چې دواړو لوریو د تخنیکي تجربو د تبادلې، د نړیوالو معیارونو د پلي کولو او د برېښنا سکټور د کیفیت او اعتبار د لوړولو لپاره د دوامدارو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.