د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د ابن سینا د درملو جوړولو فابریکې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وشوه
1405/5/10 00:00
Mumtaz خبرونه

د ابن سینا د درملو جوړولو فابریکې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وشوه
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ساختماني موادو د تولید امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، انجنیر نعمت الله احمدي د ابن سینا د درمل جوړولو فابریکې پروژې له روانو ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه او د پروژې د پرمختګ، د ترسره شویو او پاتې چارو وضعیت یې له نږدې وڅاره.
 
د دې لیدنې پر مهال نوموړي د پروژې له مسؤولینو او تخنیکي کارکوونکو سره خبرې وکړې، د کارونو د کیفیت او پرمختګ په اړه یې لازمې لارښوونې وړاندې کړې او ټینګار یې وکړ، چې د پروژې ټولې چارې باید د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو، لوړ کیفیت او له منظور شوي مهالوېش سره سمې ترسره شي.
 
همدارنګه ښاغلي احمدي په ساحه کې کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې د کارونو د لا چټکتیا لپاره لازمې هڅې وکړي، د کیفیت ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د خوندیتوب اصول په بشپړه توګه مراعات کړي، ترڅو یاده ترمیمي پروژه پر خپل وخت بشپړه او د هېواد د درملو د تولید ظرفیت په پیاوړتیا کې اغېزناک رول ولوبوي.