د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/5/10 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مرکزي سیلو امارتي شرکت ټولو پر شرايطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي، ترڅو د یاد شرکت د ۱۴۰۵ مالي کال د اړتیا وړ (۲۵) قلمه خوراکي توکو د تدارک او پېرلو پروژې چې تشخیصیه شمېره یې (۱۴۰۵/۰۰۱ ک . اس .اس .او . سی) ده، په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
 
غوښتونکي دې د داوطلبۍ بشپړ اسناد له npa.gov.af وېبپاڼې او اکبر سایټ څخه ډاونلوډ کړي. که له وېبپاڼې څخه یې ښکته کول ممکن نه وي، کولای شي د سي ډي یا فلش ډیسک له لارې د مرکزي سیلو د تدارکاتو او برابرولو مدیریت څخه دې ترلاسه کړي؛ غوښتونکي دې خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو سره سم چمتو او په تړلي بڼه دې د ۱۴۰۵/۵/۲۹ نېټې، دوشنبې ورځې د سهار ۱۰:۰۰ بجې د یاد امارتي شرکت د تدارکاتو او برابرولو مدیریت ته وسپاري.
 
یادونه: هغه آفرونه چې له ټاکلي وخت وروسته وسپارل شي، د منلو وړ نه دي؛ د آفر تضمین (۲٬۰۴۲٬۳۵۳ دوه میلیونه، دوه څلوېښت زره او درې سوه درې پنځوس) افغانۍ ټاکل شوی، چې باید د شرطپاڼې له احکامو او د اهلیت له شرایطو (د عامه تدارکاتو قانون د ۱۷مې مادې مطابق) سره سم وړاندې شي.
 
پته: د مرکزي سیلو امارتي شرکت، درېیمه ناحیه ـ کابل