د مزایدې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افسوټر امارتي شرکت په پام کې لري ترڅو د خپل ملکیت یوه خونه (ګدام) چې ۳۷ مربع متره مساحت لري او په سرای شمالي سیمه کې موقعیت لري، صبغت الله د محمد موسی زوی ته په میاشتني ډول د ۹۰۰۰ افغانیو په بدل کې د درېیو کلونو مودې لپاره په کرایه ورکړي.
ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې غواړي یاد جایداد د ټاکل شوې بیې څخه په لوړه کرایه ونیسي، کولای شي د خبرتیا له خپرېدو څخه تر (۷) ورځو پورې خپل رسمي غوښتنلیکونه او آفرونه د افسوټر امارتي شرکت د سوداګریزو چارو ریاست ته وسپاري.
یادونه: غوښتونکي دې شرطپاڼه ترلاسه کړي او تضمین په نغدي توګه اخیستل کېږي.
پته: د افسوټر امارتي شرکت، لسمه ناحیه، د ګلفروشۍ کوڅه، نوی ښار ـ کابل