د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د انرژۍ د ستراتیژیکو همکاریو د پراختیا په موخه غونډه ترسره شوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار د ازبیکستان جمهوریت د انرژۍ وزارت له لومړي مرستیال، امید محمدامینوف او د دغه هېواد اړوندو تخنیکي او انجنیري ادارو سره مهمه غونډه ترسره کړه.
نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا، متقابلې همکارۍ او د انرژۍ په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
غونډه کې د برېښنا تولید، لېږد او وېش شبکو د پراختیا، تخنیکي ظرفیتونو لوړولو، د انجنیرۍ او ډیزاین په برخو کې د همکاریو، د ځېرکو برېښنايي مېټرونو (Smart Metering)، د انرژۍ اوږدمهاله پلان جوړونې او د افغانستان برېښنا سکټور د عصري کولو په اړه خبرې وشوې.
د ازبیکستان لوري د افغانستان انرژۍ سکټور د پراختیا لپاره خپله بشپړه همکاري اعلان کړه او ویې ویل چې د افغانستان اقتصادي وده، د کانونو پراختیا او صنعتي کېدو لپاره باوري او دوامداره برېښنا اساسي اړتیا ده.
هغوی څرګنده کړه چې همکاري به یوازې د برېښنا تر صادراتو محدوده نه وي، بلکې د تولید، لېږد، وېش او تخنیکي ظرفیت لوړونې برخو ته به هم پراخه وي.
د ازبکستان د انرژۍ وزارت لومړي مرستیال وویل چې د افغانستان لپاره به د انرژۍ د پراختیا یو پنځلس کلن جامع پلان جوړ شي او د تخنیکي مطالعاتو او امکانسنجیو له بشپړېدو وروسته به د لومړیتوب لرونکو پروژو تخنیکي مشخصات او اټکلي لګښتونه د افغانستان برېښنا شرکت سره شریک شي.
د غونډې په پای کې دواړو لوریو د ګډو تخنیکي کاري ډلو پر جوړولو، د تجربو او ټکنالوژۍ پر تبادلې، د ظرفیت لوړونې او د افغانستان انرژۍ سکټور د عصري کولو لپاره د عملي همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.